د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته د معلوماتي سیستم دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم (HMIS) ډیپارټمنټ له لوري په مرکز کابل کې د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته په خصوصي سکتور کې د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د رامنځته کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په یاد روزنیز ورکشاپ کې، چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ په استقلال روغتون کې په لاره اچول شوی و، ګډونوالو ته د (HMIS) سیستم اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول او په دې اړه د خصوصي سکتور له استازو نظرونه واخیستل شول؛ ترڅو په عملي برخه کې ورته پام وشي.

د یادونې وړ ده، چې په خصوصي روغتیايي سکتور کې تر دې دمه د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم نه دی پلي شوی، اوس د عامې روغتیا وزارت غواړي یاد سیستم په خصوصي سکتور کې فعال کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS