د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د میکانیزم تقویتي پروژې د اړتیا وړ ۱۹۳ قلمه درمل چمتو کول او تدارک چې د ریفرینس شمېره یېMOPH/sehatmandi/SM/1403/NCB/G01 ده تړون یې د (سینا سنایي تجارتي) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (۳۹۹۰۳) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیرخانه، دریمه حصه هوتل پروان کابل مرکز كابل) کې دی.

 د تړون لومړنۍ بیه یې(۱۳،۳۳۱،۳۳۷.۱۱) دیارلس میلیونه درې سوه یو دېرش زره درې سوه اووه دېرش اعشاریه یوولس افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۱:۵۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د  سرطان د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

یادونه: دا اعلان د چهارشنبې په ورځ ۲۸/۱۲/۱۴۴۶ ه ق چې ۰۴/۰۴/۱۴۰۴ ه ش سره سمون لري د هېواد ورځپاڼې، اکبر ویب پاڼې، jobs.af، د تدارکاتو ریاست واټس اپ ګروپ او فیسبوک پاڼې او نورو ویب پاڼو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۱۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د دغه وزارت اړوند (د آنکولوژي څانګې . . .

Back to tenders