د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د یاد وزارت اړوند (د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ابن‌سینا ۱۰۰۰ بستریز، جنګلک ۴۵۰ بستریز، د ځوانانو ۱۰۰ بستریز، د پلچرخي ۵۰ بستریز، د آغوش کمپ ۱۰۰ بستریز او کوهدامن ۲۰ بستریز روغتونونو لپاره د هېواد په داخل کې تولیدېدونکو درملو تهیه او تدارک پروژه) چې ریفرینس شمیره یې ( MOPH /1404/NCB/G-3165)ده. د (تواب جان لایف فارماستیکل شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت (865) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د کابل ۹مه ناحیه، صنعتي پارک اول سړک) کې دی او د تړون بیه (5847106) پنځه میلیونه اته سوه اوه څلویښت زره یو سل او شپږ افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې هغوی کولای شي، خپله نیوکې په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي)  ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (1405 مالي کال لپاره، د پلچرخي د مرکزی محبس د کلینیک او د پکتیکا ولایت ۱۵۰ بستریز روغتون اړوند د اکسری او لابراتواري . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره (MOPH/NH/NCB/1405/G02)

موضوع: د نور تخصصي روغتون د ۴۸ قلمه قرطاسیې د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د نور ملي . . .

Back to tenders