د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دې وزارت اړوند د دوهمو واحدونو اړوند د 1404 هجري شمسي کال د اړتیا وړ د دوه ډوله تیلو ډیزل او پطرول د تدارک پروژه چې د تړون پېژندنې شمېره يې (MOPH/1404/NCB/G-1228)ده. د ( افغانستان نفت او گازو دولتي ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت د (154818) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانه کوتل سر، 17 مه ناحیه ، مرکز  کابل) کې دی. چې د تړون بیه یې (34,930,000) څلور دېرش میلیونه نهه سوه دېرش زره  افغانۍ ده .

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي چې خپلې نیوکې په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر دریو تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرایوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۲۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د میت خونې بیا جورولو لپاره د یوویشت قلمه توکو) پروژه، چې د (MOPH/IEH/NCB/1447/1404/G019) ریفرینس شمېرې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د (د ابن سینا 1000بستر، جنګلک 450 بستر او د کوهدامن د روږدو درمنلې 20 بستریز روغتونونو لپاره د 1404 مالي کال لپاره . . .

Back to tenders