د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دویمو واحدونو د فلتربابو او روغنیاتو تړون، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1251) ده، د ( واحد غروال لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (76924) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( ننګرهار، اوله ناحیه، د کامې هډه، خانجي چشمه، طرباز خان مارکیټ) کې دی او د تړون قیمت یې (3,220,852) درې میلیونه دوه سوه شل زره اته سوه دوه پنځوس افغانۍ دی.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې نېټې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (ستوماتولوژي روغتون  لپاره ۱۱ قلمه طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G-2984) ریفرينس . . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1405 مالي کال لپاره د مرکزی پولي کلينيک ریاست اړوند، د غاښونو موادو چمتو کولو او برابرولو پروژه) چې ريفرينس شمېره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د غزني ولایت اړوند، ولي محمد شهید (خوګياڼي)  ولسوالۍ کې د عمومي روغتون GH(New CHC) رغولو پروژې، چې . . .

Back to tenders