د تخار ولایت په دشت قلعه او بهارک ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۳۹
MOPH

د تخار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې ټیم د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد ولي "احمدزي" په شتون کې د دې ولایت په دشت قلعه او بهارک ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي روغتیایي سکټور بېلا بېلو برخو څخه نظارت تر سره کړ.

مسؤلینو د دې نظارت په ترڅ کې په روغتونونو، کلینیکونو، کتنځایونو او درملتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو له کاري فعالیتونو څخه لیدنه وکړه، چې پایله کې یې د غیر قانوني لوحو د اصلاح او تنظیم او د مسلک خلاف د معایناتو ترسره کولو برخه کې اړینې لارښوونې وشوې او یو شمېر کتنځایونه، چې د طب مسلک او تحصیلي څانګې خلاف یې فعالیت تر سره کو، وتړل شول.

همدارنګه له نیم ټن څخه زیات له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، چې د نظارتي ټیم له لوري راټول شوي وو، د یاد هیئت په شتون کې له منځه یوړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS