"د بکټریالوژي په اساساتو کې د لابراتوار د تشخیصیه مهارتونو پیاوړتیا او د میکروبونو پر وړاندې د مقاومت تشخیص" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۴۵
MOPH

د یاد ورکشاپ موخه د بکټریالوژي برخه کې د تشخیصیه ظرفیتونو پیاوړتیا او د هېواد د لابراتوارونو په کچه د میکروب ضد مقاومت تشخیص لپاره د معیاري زیربنا رامینځته کول دي، چې په کې د هېواد له ۲۸ ولایتونو څخه ۳۰ تنه د لابراتوار برخې کارکوونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدمتونو سرپرست، ډاکټر اول خان شفق ګډونوالو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: " چې د دې ورکشاپ موخه د نویو میتودونو، دقیق تشخیص او معیاري لابراتواري پروسیجرونو سره آشنایي ده؛ تر څو د خدمتونو کیفیت ښه شي، هیله ده چې دا ورکشاپ به د مهارتونو په پیاوړتیا او همکاریو ښه والي کې اغېزمن رول ولوبوي".

همدارنګه د دې ورکشاپ پرانیسته کې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو امر، ډاکټر مسعود دلسوز د لابراتوارونو د د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا تر سره او ټینګار یې وکړ، چې تدریس شوي موضوعات باید په عملي توګه په لابراتوارونو کې پلي او په سمه توګه ترې کار واخیستل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS