د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار کې د روغتيايي خدماتو ښه والي په موخه له یو شمېر خصوصي کتنځايونو څخه نظارت تر سره شو
د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتيايي قوانینو د تطبیق ټيم د پالیسیو د عملي کولو او د روغتيايي خدمتونو د کیفیت ارزونې په موخه د پلخمري ښار له يو شمېر کتنځايونو څخه هر اړخیز نظارت تر سره کړ.
په دې نظارت کې د ډاکټرانو فزیکي شتون، د مسلکي اصولو او مقرراتو رعایت او له ناروغانو سره د چلند څرنګوالی په بشپړ ډول وڅارل شول، چې له مثبتو ټکو څخه ستاینه وشوه او د ځینو برخو د اصلاح په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
