د بدخشان ولایت فیض اباد کهنه ښار څخه ۱۳ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي راټول شول

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت ټیم د فیض اباد کهنه ښار په بازار کې له ۱۶ عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.
د یاد نظارت په پایله کې ۱۳۲ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي، چې شاوخوا ۱۳ ټنه کېږي، راټول شول او د پلورنځیو مالکانو ته لازمې سپارښتنې هم وشوې.