د بدخشان عامې روغتیا ریاست د نظارت پر مهال ۲ د کېک او کلچو فابریکې وتړلې او له نېټې تېر درمل یې راټول کړل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۲
moph

د بدخشان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دغه ولایت روغتون ته څېرمه سیمه کې له یو شمېر رسټورانټونو، د کېک او کلچو توليدي کارخونو او ځینو روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

د دغه نظارت په پایله کې د حفظ‌الصحې اصولو د نه مراعتولو له امله د کېک او کلچو ۲ فابریکې وتړل شوې او ۳۰۰ قلمه ناپاک لوښي راټول شول. سربېره پر دې، د یاد نظارت پر مهال ۱۵۰ قلمه له نېټې تېر درمل هم راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS