د بادغیس ولایت  څخه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال لېدنه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
دیدار معین عرضه خدمات صحی از ولایت بادغیس

 شنبه، جوزا  ۲۱ /۱۴۰۱
 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال حبیب الله آخندزاده حامد او ورسره مل پلاوي د خپل ولایتي سفرونو په دوام کې داځل  بادغیس ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو د عرضې چارې له نږدې وڅېړلې.
 د عامې روغتیا وزارت مرستیال د حوزوي  روغتون، دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو، له کارکوونکو، طبي کدرونو، د خصوصي سکتور له استازو، دولتي او پلي کونکو ادارو  له استازو سره د لیدنې پر مهال هم د شته ننګونو د حل او د روغتیايي کیفیت د ښه والي په موخه خبرې وکړې.
 د دغې ليدنې په ترڅ کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د روغتيايي سکتور د ودې لپاره د يو لړ مهمو او بنسټيزو تدبيرونو او راتلونکو پلانونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول او د دغه سفر موخه د روغتيايي خدمتونو ارزونه، د روغتيايي ستونزو  حل او په هېواد کې د روغتيايي نظام د ودې او پرمختګ وښودل شوه .
 له بلې خوا د بادغیس ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد آصف قانت په دغه ولایت کې د روغتیا وزارت له مرستیال او ورسره ملګري پلاوي څخه مننه وکړه او هغوی ته یې د ترسره شویو دندو او فعالیتونو او د هغوی د راتلونکي په اړه معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS