د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیک چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو د ایمرجنسي تخصصي روغتون له مسؤلینو ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۵۴
MOPH

دا ناسته د تخصص برنامې پیاوړتیا او د ایمرجنسي روغتون د ټریني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه ترسره شوه او په دې روغتون کې د تخصص پروګرام د ښه والي لپاره د دواړو لورو ترمنځ هراړخیز بحثونه هم وشول.

په دې ناسته کې لازمې پرېکړې هم وشوې، چې په کې لاندې موضوعات شامل وو:

- د IUC فوق تخصص برنامه باید د تعلیمي کال سره سم پیل شي.

- د یاد روغتون د تخصصي څانګو د نصاب باید بیاکتنه شي.

- د یاد روغتون د خالي ټرینري بستونو لپاره باید د اکمال تخصص لوی ریاست د ازادې سیالۍ ازموینې له لارې وړ کسان معرفي کړي.

- د نرسانو لپاره د مسلکي تخصص پروګرام باید د هېواد د اړتیاوو سره سم، د دواړو ادارو په همکارۍ رامنځته شي.

- د ماشومانو د داخلې طب څانګې د ستونزو حل لپاره د یاد روغتون د بهرني متخصص اسناد باید ژر تر ژره د اکمال تخصص لوی ریاست لخوا وارزول شي.

- روغتون مکلف دی چې تخصصي نصاب په سمه توګه پلي کړي او د نصاب سره سم د ټریني ډاکټرانو د روزنې دورې مخ ته یوسې.

- د ګمارنې وړاندې، بهرني اتباع باید د دوی د تخصص اسناد د روغتون لخوا د اکمال تخصص لوی ریاست له لارې طی مراحل او وارزوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS