د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د تازه فارغ شوو متخصصینو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۸:۲۴
ns

په دې لیدنه کې چې  نن شنبه د رجب المرجب د  میاشتې په ۸ مه نېټه تر سره شوه د هیواد په روغتیایي مرکزونو کې د دوئ د جذب ، اکمال تخصص برنامې د پیاوړتیا د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې ، د روغتیایي خدمتونو د ښه والي ، او د یادو متخصصینو دستونزو د حل اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلی، ډاکټر قلندر عباد د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو له ظرفیت لوړول له خپلو لومړیتوبونو څخه وګاڼه او زیاته یې کړه ، چې مونږ په هڅه کې یو ؛ تر څو د یوې اغیزمنې کړنلارې له مخې په روغتیایي سکتور کې زده کړیز سیستم پیاوړی کړو.

همدا راز یادو متخصصینو د ازموینې اړوند خپلې ستونزې او وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریک کړل ، چې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه له لورې د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS