د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له شارژدافیر ښاغلي سادین ایلد سره ولیدل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۹
MOPH

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له افغانستان سره د ترکیې هېواد د روغتیايي همکاریو مننه وکړه او و یې ویل: «د افغان روغتیايي کارکوونکو روزنه، د زړه ولادي نقیصه لرونکو ماشومانو درملنې ته د روغتیایي امکاناتو زیاتوالی، د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړیدنې او ورته د اړینو تجهیزاتو برابرولو، په مرکز کابل کې د کوچنیانو د عصبي جراحي خدماتو پیل او پیاوړتیا هغه مهمې برخې دي، چې د ترکیې هېواد همکارۍ ته اړتیا لري

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ترکیې هېواد درمل د افغانستان لپاره ګټور دي، خو ټینګار یې وکړ چې کیفیت او مناسب قیمت باید په پام کې ونیول شي.

بل لور ته د ترکیې هیواد شارژدافیر ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې د افغانستان د روغتیا سکتور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او هڅه کوي، چې د عامې روغتیا وزارت د اړتیاوو له مخې لازم تجهیزات او امکانات برابر کړي، هغه له وزارت څخه وغوښتل چې د اړتیا وړ تجهیزاتو او امکاناتو لېست ورسره شریک کړي، څو په دې برخه کې عملي همکاري نوره هم پراخه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندز په سیمه ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌ خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې عملیات‌ خونې د بې‌ پولې ډاکټرانو (MSF) په همکارۍ او مالي ملاتړ د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره جوړې شوې، چې د معیاري ودانۍ لرلو سربېره په پرمختللو طبي تجهیزاتو هم سمبال دي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۵۲
Background image

بادغیس ولایت کې د اوتریچ ۱۶ واکسیناتورانو ته ۱۲ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دغه پروګرام چې موخه یې د واکسیناتورانو مسلکي ظرفیت لوړول او د واکسیناسیون خدمتونو کیفیت ښه کول دي، په کې د وقایې وړ ناروغیو مخنیوي لپاره د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وشو او له ګډونوالو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۲۹
Background image

د خوړو نړیوالو معیارونو د تطبیق په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست کارکوونکو لپاره د «کودکس یا د خوړو نړیوالو معیارونو تطبیق» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS