د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته د روغتونونو د غوره مدیریت په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۷
moph

 په یاد روزنیز ورکشاپ کې د رهبرۍ د برخو، د ناروغ خوندیتوب او د ناروغیو د پېښو مدیرت په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د یاد روزنیز ورکشاپ موخې ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول او په روغتونونو کې د روغتیايي پرسونل ظرفیت لوړول یاد کړل او ویې ویل، په یاد روزنیز ورکشاپ کې د مرکز کابل او ولایاتو ۲۲۵ تنو ته روزنه ورکول شوه.

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، همداراز وویل یاد روزنیز ورکشاپ به په نږدې راتلونکي کې د روغتونونو د اداري برخې کارکوونکو، داکټرانو او نرسانو ته هم په لاره واچول شي.

له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان استازي په روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول مهم وبلل او د معیاري روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې يې د ورته ورکشاپونونو په اغېزمنتوب ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د روغتونونو د غوره مدیریت په موخه داسې روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS