د ا.ا.ا د عامې وزارت له لوري د حج او اوقافو وزارت سره د (۵۱) قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۱۱
moph

دغه مرسته چې پر مهال یې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو شتون درلود، د عامې روغتیا وزارت له لوري په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د روغتیایي اړتیاوو پوره کولو او وقایې په موخه د حج او اوقافو وزارت ته وسپارل شوه.

د یادې مرستې پر مهال د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي وویل، هڅه کوو چې د افغان حاجیانو لپاره ټول اړین روغتیایي خدمات او اسانتیاوې برابرې کړو؛ تر څو د حج فرضیې پر مهال له روغتیایي ستونزو پرته خپل عبادات ترسره کړي.

دغه راز، د وقایې او همغږۍ کمېټې استازو د افغان حاجیانو د روغتیا ښه والي او خوندیتوب لپاره یاده مرسته اړینه وبلله؛ تر څو افغان حاجیان د حج مناسکو پر مهال له احتمالي ناروغیو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS