د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ماشومانو ژغورنې یا «سیف د چلډرن» مؤسسې له نوي مشر سره د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو ښه والي په موخه ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۱۰
moph

په دې ناسته کې چې د سیف د چلډرن مؤسسې نوي مشر (بوجر هوجا) او مخکیني مشر ارشد ملک هم شتون درلود، دواړو لوریو  د مور او ماشوم د روغتیايي خدماتو په ښه والي، د مرستو پر جلبولو ، د روغتیايي مرکزونو د خدماتو پراختیا او د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدماتو پروژو پر ډېر والي بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر، په دې ناسته کې د یادې مؤسسې د مخکینې مشر ارشد ملک ترسره کړي خدمات د قدر وړ وبلل او د دغې مؤسسې نوي مشر ښاغلي بوجر هوجا ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، له هغه سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې مشورې شریکې کړې او په یادو برخو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

بل لور، د سیف د چلډرن مؤسسې نوي مشر ژمنه وکړه، چې په افغانستان کې به د مور او ماشوم روغتیايي خدمات ښه؛ روغتیايي مرکزونه ډېر او د ماشومانو د روغتیايي خدماتو اړوند پروژې زیاتې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS