د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۴
moph

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري د روغتیا په برخه کې د روغتیایي او پراختیایي خدماتو پر څرنګوالي ،د روغتیا برخه کې د مرستو او منابعو په غوره مدیریت، د روغتیايي ځالو پر ادغام او له نوې پالیسۍ سره د سمون، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو او په چارو کې د دوامداره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا په ترڅ کې د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه شفافیت او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړه او د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ اړوند یې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت ټینګار وکړ.

بل لور ته د یاد شویو اداراتو استازو د دوامداره او مؤثرې همغږۍ ژمنه وکړه او په وینا یې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ او اصولو سره سم به د هیواد په داخل کې خپل خدمات تر سره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS