د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سلاوډر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۵۲
MOPH

په دې لیدنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د شري واکسین ملي کمپاین او پولیو واکسین غوره تطبیق، د سرطان روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو، د عامې روغتیا وزارت د جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او روغتیایي خدماتو د پالیسۍ مطابق برابرولو، د سرطان ناروغانو د درملنې برخه کې د همکارۍ او د نویو ستراتیژیو جوړیدو او تطبیق اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل“ د شري ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین باید په ښه توګه ترسره شي او د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید مناسب پلان جوړ او عملي شي.

 بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازي د خپلو ترسره شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په وینا یې هڅه کوي، چې اړونده برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږئ کړنې تر سره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS