د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شاه سلمان بنسټ له رئیس ښاغلي دکتور عبدالله ربیعه سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۳۶
moph

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیا له سکتور سره د شاه سلمان بنسټ د انکشافي او بشري مرستو په چوکاټ کې د همکاریو پر ایجاد او پراختیا، د سرطاني ، قلبي او د ولسوالیو د کچې عمومي روغتونو په مجهز کولو او د ساري ناروغیو سره پر مبارزې خبرې تر سره شوې.

د مجلس په جریان کې د افغانستان ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د شاه سلمان بنسټ مسؤول ښاغلي ربیعه ته دعوت ورکړ تر څو د لا ښې همغږۍ او د هیواد د روغتیایي سکتور سره د همکارۍ په موخه د سعودي شاهي دولت د روغتیا له وزیر سره یو ځای د افغانستان څخه لیدنه وکړي.

دوکتور ربیعه له دعوت څخه په مننې وویل؛  دا به زما لپاره یو ویاړ وي چې افغانستان ته دعوت شم او ژمنه یې وکړه چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې به د روغتیایي تجهیزاتو، ظرفیت لوړونې ، معیاري درملنې او نورو برخو کې مرسته وکړي.

همدارنګه نوموړي وویل خوښ به شم چې ستاسې د لمړیتوبونو اړوند معلومات راسره شریک کړئ تر څو ستاسې د لمړیتوبونو او ضرورتونو په اساس د همکارۍ اقدامات تر سره کړو.

د یادونې وړ ده د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ، ته د خپل سفر پر مهال له بېلا بېلو مسؤولینو سره لیدنې تر سره کړي چې موخه یې د هیواد د روغتیایي سیستم پرمختګ او د نړیوالو سره د لا ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS