تېره یوه میاشت کې د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاين ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۳۱
MOPH

دغه کمپاين په ښوونځیو او وړکتونونو کې د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۳۰زره تنه ښوونکو او زده‌کوونکو ته د کولرا ناروغۍ د مخنيوي په موخه روغتيايي لارښوونې او معلومات ورکړل شول او د روغتيايي لارښوونو او معلوماتو ۳۱زره تبلیغاتي پاڼې د ښوونځیو او وړکتونونو په مناسبو ځایونو کې نصب او زده کوونکو ته ووېشل شوې؛ څو د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي او د زده‌کوونکو روغتیا خوندي شي.

دغه راز، د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري په بېلابېلو مکتبونو او وړکتونونو کې ښوونکو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او روغتيايي کارتونو اخيستلو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو زده‌کوونکو ته له ناروغیو څخه د یو خوندي تعلیمي چاپیریال زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS