تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
MOPH

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه، د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو.

په دې نظارت کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه یو اندازه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.

همدارنګه، د نظارت په ترڅ کې یو شمېر غیر قانوني لوحې او اعلانونه لرې شول او د هغوی مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې؛ څو خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم برابر کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS