بغلان کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ډنډغوري عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د یوه مجهز عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان والي، الحاج مولوي عبدالله مختار، یو شمېر سیمهییزو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره مهم روغتیايي ګام وباله او ویې ویل، چې یاد روغتون به د پنځو جریبو ځمکې پر مساحت د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت، له ټولو اړینو روغتیايي امکاناتو او تاسیساتو سره جوړ شي. د نوموړي په وینا، د روغتون په بشپړېدو سره به د ډنډغوري او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو ګڼې روغتیايي ستونزې حل او روغتیايي خدمتونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، څو روغتیايي خدمتونه پراخ، د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره او ورته باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
