بادغیس ولایت کې د ټولنې روغتيايي ناظرینو (CHS) لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۸
MOPH

 دغه پروګرام د عامې روغتیا ریاست له لوري تنظیم شوی و، چې موخه یې د روغتيايي ناظرینو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د ټولنې په کچه د روغتيايي خدمتونو کیفیت ښه کول دي.

د دې درې ورځو په ترڅ کې ګډونوالو ته د مهمو موضوعاتو لکه: د روغتيايي رضاکارانو د نظارت په برخه کې CHS رول او مسؤلیتونو، د روغتیايي پوستو د فعالیتونو ارزونې طریقو، د راپور ورکولو سیستم او د معیاري چک‌لېستونو کارولو، د ټولنې په کچه د روغتيايي ستونزو پېژندنې او پر وخت راجع کولو، د ټولنې روغتيایي رضاکارانو او اساسي روغتيايي مرکزونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا برخو کې زده کړې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS