د عامې روغتیا وزارت د روغتونونو لپاره د الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او درملنې د ثبت پر سیستم ناسته وکړه

rasooli_admin
Sun, Dec 14 2025 11:02 AM
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د ناروغانو (EMR) الکترونیکي روغتیایي ریکارډ او د هیواد په ټولو روغتونو کې د توصیه کیدونکو روغتیایي درملنو د الکترونیکي ثبت او تجویز کیدو په موخه د وزارت له اړونده مسؤولینو او ځینې تخنیکي اشخاصو سره ناسته تر سره کړه:

په دې ناسته کې چې د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او یو شمیر نورو مسؤولینو شتون درلود ، د سیستم الکترونیکي کیدو په موخه د تخنیکي اشخاصو بیلا بیل نظریات واوریدل شول ، همدارنګه د سیستم د غوره تطبیق پر وړاندې د شته خنډونو ، حل لارو ، امکاناتو او د پلي کیدو لپاره د اسانتیاوو را منځته کولو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

ښاغلي مرستیال وویل ، هڅه یې د خدماتو شفافیت ، د کارونو اسانتیا او د ولسونو او ناروغانو لپاره د معیاري الکترونیکي ریکارډ را منځته کول دي تر څو هر څوک هر ځای ترې استفاده وکړي او په روغتیایي خدماتو کې مثبت بدلون وموندل شي.

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:46 AM
Background image

Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi Leads Delegation in Bangladesh to Boost Pharmaceutical Cooperation

During an official visit to Bangladesh, a technical delegation from the Afghanistan Food and Drug Authority of the Ministry of Public Health, led by Hafiz Dr. Naeemullah Ayoubi,. . .

BACK TO NEWS