د بیا ځلی داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( سرطان د کنټرول ملي پروګرام د اړتیا وړ  د امنیتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وسایل د 1404 مالي کال لپاره چې د ( MOPH/1404/NCB/G-1278) ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقودو قانون، لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر ( چهارشنبې ) ورځې چې د (12/09/1404) ه ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( 10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

  ناوخته رسېدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې تر سره کېږي.