کاپیسا ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونه او د درملو عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو په دې ولایت کې د عمده درملو پلورنځيو، خصوصي روغتونونه، تشخیصیه روغتیایي مرکزونو او کتنځایونو څخه نظارت تر سره کړ. چې پایله کې ۲ لابراتوارونه، ۴ درملتونونه، ۵ د غاښونو کلینیکونه او یو ایکسری خونه وتړل شوه او غیر معیاري لوحې یې هم له منځه یوړل شوې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې له قانون سره سم د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به د فعالیت اجازه ونه لري.