د غزني ولایت د روږدو ناروغانو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصبولو او د څښاک د اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې

rasooli_admin
Wed, Oct 08 2025 10:30 AM
moph

د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري وویل: (د یاد ریاست د دوامداره هڅو پایله کې، د غزني ولایت د روږدو ناروغانو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون لپاره د څښاک د اوبو څاه کیندلو کار د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اړوند د WASH پروګرام په مرسته منظور شوی او عملي چارې یې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې).

ډاکټر نظري زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د ۱۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم نصبول هم شامل دي، چې د UNDP په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ پلي کېږي.

دا سیسټم به یاد روغتون ته د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي او د دولتي برېښنا مصرف کې به د پام وړ سپما رامنځته کړي.

Latest news

Tue, Apr 28 2026 3:57 PM
Background image

A ten-bed haemodialysis unit has been officially put into operation at Helmand Provincial Hospital

The opening ceremony was attended by Helmand Governor Haji Maulvi Amaanuddin Mansoor, Public Health Director Dr. Naqibullah Fateh, as well as a number of other officials and healthcare. . .

BACK TO NEWS