د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست تېرو پنځو ورځو کې کونړ ولایت کې د زلزلې قربانیانو لپاره لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي

rasooli_admin
Tue, Sep 09 2025 3:23 PM
moph

د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د سختې زلزلې وروسته، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست د کابل ولایت د خصوصي روغتونونو او کلینیکونو سره په مستقیمه همکارۍ وکولای شول، چې په اغېزمنو سیمو کې بېړني بشري اقدامات تر سره کړي.

د دې اقداماتو او فعالیتونو له ډلې زلزله ځپلو سیمو کې د روغتیایي کمپونو جوړول، ګرځنده روغتیایي خدماتو تر سره کول، د ماشومانو، لویانو، امیندوارو مېرمنو او مزمنو ناروغانو لپاره د اړینو درملو، خوړو، جامو، قالینو، توشکونو او کمپلو وېش، د ختیځ زون سیمه ییز روغتون، زلزله ځپلو سیمو او روغتیایي کمپونو لپاره د امبولانسونو استول، د متخصصو ډاکټرانو پر مټ د بېلا بېلو معایناتو ترسره کول، د شپږو میاشتو څخه تر دوه کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره د شیدو او نورو توکو وېش، بېلا بېلو اغېزمنو ولسوالیو ته سفر کول او اړمنو خلکو ته روغتیایي مرستې رسول، شامل وو.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم رئیس، ډاکټر احمد خندان وویل: (هغه کمپونه چې د بېړنیو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه کونړ ولایت کې جوړ شوي دي، له کابل څخه ورته مجهز روغتیايي ټیمونو تللي دي او اړمنو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې په دې ټیمونو کې عمومي ډاکټران او متخصصین، قابلې او نرسان، درمل، طبي توکي، سیروم، اساسي جراحي تجهیزات او لومړنۍ مرستې شاملې دي).

ډاکټر خندان کونړ ولایت کې د اغېزمنو خلکو اوسني وضعیت په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، کمپونه فعال دي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او له کابل څخه د نورو مرستو لېږد دوام لري او د نورو کمپونو جوړولو او لا زیاتو مرستو ویشلو چمتووالی روان دی. هغه د خصوصي سکټور د همغږۍ او تنظیم ریاست له لوري تر سره شوي اقدامات په سختو شرایطو کې ټولنیز او بشري مسؤلیت ته د ژورې ژمنې نښه وګڼله او زیاته یې کړه، دا هڅې د عامې روغتیا وزارت سره په بشپړه همغږۍ ترسره شوي او دا لړۍ به دوام ولري.

د یادونې وړ ده، چې زلزله ځپلو کورنیو ته بېړنۍ طبي مرستې،  لومړنیو روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه، د خوراکي توکو او جامو چمتو کول او د اغېزمنو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره رواني او معنوي ملاتړ، د دې مرستو عمده برخې دي.

Latest news

Wed, May 13 2026 3:20 PM
Background image

Three New Health Centers Opened in Helmand Province with International Organization for Migration Support

In Helmand Province, three health center buildings in Baghran and Baghni districts were constructed at a cost of around 25 million Afghanis and made operational.

 

The buildings were. . .

Wed, May 13 2026 3:13 PM
Background image

Five Mental Health Rehabilitation Centers Opened in Panjshir Province

The Public Health Directorate of Panjshir Province has launched five mental health rehabilitation centers in Hisa-e-Awal and Paryan districts

The Director of Public Health of Panjshir. . .

Wed, May 13 2026 3:08 PM
Background image

Foundation Stone Laid for New Basic Health Center in Nangarhar Province

The foundation stone of a Basic Health Center (BHC) was laid in the Mohmand Darah area of Spin Ghar District, Nangarhar Province, with a budget of 7.1 million Afghanis.

At a ceremony. . .

BACK TO NEWS