د ا.ا.ا. روغتیايي اتشې، متخصص دوکتور فضل‌الله سیرت، د ترکیې د روغتیا وزارت د اروپایي ټولنې او بهرنیو اړیکو له لوی رئیس، ډاکټر عزیز البر بیتن سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
Sat, Oct 04 2025 8:57 AM
MOPH

په دې لیدنه کې د روغتیا وزارت د افریقا او منځني ختیځ رئیس، ډاکټر جمال ارهون اجمیش او د اروپایي ټولنې کارپوه، ښاغلی ایشک خان کایا هم ګډون درلود.

دوکتور سیرت د ناستې په پیل کې د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ترکیې له مرستو او همکاریو څخه، په ځانګړې توګه د بېړنیو حالاتو لکه زلزلو پر مهال، مننه او قدرداني وکړه او دغه همکارۍ یې د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ او تاریخي اړیکو څرګندونه وبلله.

د لیدنې پر مهال، دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پیاوړتیا، د افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د روزنې، د عامې روغتیا د پوهاوي پروګرامونو او د روغتونونو او لابراتوارونو د تجهیز پر موضوعاتو بحث او هوکړه وکړه.

همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د موجوده پروتوکول پر بنسټ، هر کال ۲۵۰ افغان ناروغان – چې درملنه یې په هېواد کې ناشونې وي – د ترکیې په روغتونونو کې وړیا تداوي شي.

د ترکیې د روغتیا وزارت استازو څرګنده کړه، چې د دوی روغتیايي نظام په چټک پرمختګ روان دی او بشپړ چمتو والی لري، چې د افغانستان روغتیا وزارت سره خپلې بریالۍ تجربې شریکي کړي.

Latest news

Tue, Mar 31 2026 4:09 PM
Background image

Minister of Public Health Holds High-Level Meeting on Monitoring Health Facility Construction Projects

The Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, H.E. Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a high-level meeting in his office with officials from the Ministry’s. . .

Tue, Mar 31 2026 4:01 PM
Background image

Training of Trainers Workshop on Community Digital Engagement and Misinformation Management Held

A two-day Training of Trainers (ToT) workshop on community digital engagement and misinformation management was successfully held in Kabul by the National Emergency Operations Center. . .

BACK TO NEWS