هرات ولایت کې له یو شمېر درملتونونو، خوراکي توکو پلورنځیو او فابریکو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت چې د خوراکي توکو تولیدي او وارداتي تاسیساتو څخه د نظارت ټیم له لوري د هرات په لومړۍ، پنځمه او شپږمه ناحیه کې ترسره شو، پایله کې یې ۳۳۱ کیلوګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۲۸ قلمه درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
همداراز، دوه درملتونونه د جوازونو د نه شتون له امله وتړل شول او د پلورنځيو مسؤلینو ته اړینې روغتیايي سپارښتنې وشوې.