د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د عامې روغتیا وزارت اړوند ( 24 قلم د سترگو درملو برابرولو او تدارک ) پروسه کې چې ((MOPH/1404/NCB/G-1597 داوطلبې شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ د tenders.ageops.af سایټ له لارې تر لاسه کړي او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلې بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم د 29/04/1404 هـ ش نېــټې، د یکشنبې ورځ سهار تر 10:00 لسو بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنې، عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: ناوخته را رسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه (آفرونه) د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (90,000) نوي زره افغانۍ دي او د آفر پرانیستلو غونډه به د 29/04/1404 هـ ش نېــټـه، د یکشنبې ورځ سهار 10:00 لس بجې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.