لوګر ولایت کې شاوخوا ۵ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د لوګر عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د پنځه میاشتني نظارت په ترڅ کې شاوخوا "۵" ټنه غیر مجاز او له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي راټول شوي وو، چې د اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.