ننګرهار ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د ننګرهار عامې روغتیا ريیس په مشرۍ له خصوصي سکتور د نظارت لپاره ټاکل شوي ټیم، په دغه ولایت کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره کړی، چې په پایله کې یې د یو روغتیايي مرکز د غاښونو څانګه د غیر معیاري خدماتو له امله تړلې او هم یې په زیاته اندازه له نیټې تېر درمل راټول کړي.