په ټول هیواد کې د روغتونونو څیړل او د درجه بندۍ لړۍ پیل شوه

rasooli_admin
Sun, Mar 03 2024 2:47 PM
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د درجه بندۍ پروسه له مرکز کابل څخه ولایتونو ته وغزېده

د دې پروسې موخه د یو معیاري چکلېست له مخې د هېواد د ټولو روغتونونو د روغتیایي خدمتونه معیار معلومول دي.

د روغتونونو د درجه بندۍ دا پروسه، چې عملاَ یې په فعالیت پیل وکړ په ترڅ کې به یې د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولایت د روغتیایي مراکزو او خصوصي روغتونونو خدمتونه د یو معیاري چکلېست له مخې وڅېړل شي او له مخې به یې په یاد ولایت کې د روغتونونو درجه بندي ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروسه به په نږدې راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:22 PM
Background image

MoPH Minister Meets Farah Governor to Discuss Expansion of Healthcare Services

In his official office, the Minister of Public Health of the Islamic Emirate of Afghanistan, Mawlawi Noor Jalal Jalali, held a meeting with the Governor of Farah, Mullah Mohammad Hafiz. . .

BACK TO NEWS