د تړون ورکړې خبرتیا

akbari_admin

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت اړوند د مرکزی ورکشاپونو آمریت د دوه نوع تیل پطرول او  دیزل د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا!

 

د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزی ورکشاپونو آمریت د دوه نوع تیل (پطرول او  دیزل) تړون چی د پیژندني شمیره یی (MOPH/CO/ NCB/1402/G-09)ده. د ( افغانستان نفت او گاز دولتی ) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (2662) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( اوولسمه ناحیه- کابل ښار-افغانستان) کې دی. چې د تړون بیه (11,940,000) يولس مليون نه سوه  ځلویښت ذره افغانی ده.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.