د ننګرهار سیمه ییز او ولسوالیو روغتونونو سره د شاوخوا ۲۳۵ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه
دغه مرسته د یونیسیف نړیوالې ادارې له لوري وشوه، چې په کې د الټراساونډ ماشینونه، د نویو زیږېدلو ماشومانو د ساتنې ماشینونه (Baby Warmer) او اسهالاتو او قابلګۍ کيټونه شامل دي.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د یونیسیف ادارې له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې وسایل اړوند روغتونونو او مرکزونو ته ولېږدوي. تر څو په ټاکلي وخت ناروغانو ته اړين خدمتونه وړاندې شي.
