د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده درېمه فقره:
وارداتي شرکتونه مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کميت او کيفيت د تحلیل ارزونه که په افغانستان کې دننه شونتیا ونه لري، د هرې بستې د شمېرې، بار او يا محمولې د تحليل او ارزونې تصديق پاڼه، د تولیدونکې کارخونې له اړخه، له وزارت سره شريکه کړي.
