د افغانستان او روسیې ترمنځ د خوړو خونديتوب او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۳۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستيال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د خوړو خونديتوب د تنظيم برخې له مسؤلينو سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې دواړو لورو د خوړو او د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه‌ اړخیزو او تخنيکي همکاریو پر پراختیا، د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو او د خوندي او معیاري سوداګرۍ لپاره د زمینې برابرولو په اړه بحث او خبرې تر سره کړې.

همدارنګه، د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د خوراکي توکو د کیفیت  کنټرول معیارونو پر يوشان والي او د صادراتو او وارداتو بهیر د ښه والي لپاره د اړینو همغږیو پر رامنځته کولو هم ټینګار وشو.

دغه راز، دواړو لورو د خوړو خونديتوب په برخه کې د دوه‌اړخیز هوکړه ليک د لاسلیک، د سوداګرۍ په برخه کې د موجوده ستونزو، ترانسپورت، معیاري بسته‌بندۍ او د سړو خونو د کمښت په اړه هم خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل لپاره یې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS