د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي سیستم پیاوړتیا، د خدماتو د کیفیت لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ ښه کولو په موخه دولایتي مسئولینو سره د همغږۍ او ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ملي ورکشاپ پیل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۵۰
moph

 

په یاد ورکشاپ کې چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د عامې روغتیا وزارت مرکزي او ولایتي رئیسانو، د کتلوي معافیت پروګرام مسئولینو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو او د افغانستان لپاره د یونسیف مشر ګډون کړی و، عامې روغتیا ښاغلي وزیر، د روغتیايي خدمتونو د نوې پالیسۍ پر اغېزمن تطبیق او د دوامدار پرمختګ لپاره یې د داخلي ظرفیتونو په لوړولو او پر بهرنیو مرستو د تکیې کمولو ټینګار وکړ.

هغه دغه راز د داخلي بودیجې د شفاف او اغېزمن مصرف، د خدماتو د کیفیت ښه والي، د بشري منابعو د ظرفیت لوړونې، د عصري ټکنالوژۍ کارونې، له خصوصي سکتور سره ښه همغږي، د تطبیق کوونکو موسسو د فعالیتونو د منظم نظارت او د وقایوي خدماتو، په ځانګړې توګه د پولیو واکسین په غوره تطبیق سپارښتنې ترسره او له ولایتي رئیسانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د درملو د نرخونو په کنټرول کې رغنده برخه واخلي.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ګډو  بحثونو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د یو منظم او اغېزمن سیستم رامنځته کول اړین دی، څو روغتیايي خدمات پراخ او کیفیت یې لوړ شي.

د پولیو د له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي هم له ټولو مرکزي او ولایتي مسئولینو مننه وکړه، چې د پولیو واکسین تطبیق برخه کې یې ورسره همکاري کړې.

ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د یونسیف مشر ډاکټر تاج الدین اویلا د یاد ورکشاپ په جوړېدو خوښي وښوده؛ د پولیو واکسین پیاوړتیا برخه کې یې ژمنې تازه او د همکاریو پراختیا ډاډ یې څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د ملي عملیاتي بېړنی مرکز، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف نړیوالې ادارې په ګډې همکارۍ او همغږۍ  دایر شوی او څلور ورځې به دوام ولري چې په ترڅ کې به یې د روغتیايي خدمتونو اړوند مهم موضوعات تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS