د عامې روغتیا وزارت مرستیال د احمدشاه بابا روغتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په احمدشاه بابا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه
د دې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي مرستیال، د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او د ناروغانو د ستونزو حل او د خدمتونو د کيفيت لوړولو په موخه يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي مرستیال وویل: (هر روغتیايي کارکوونکی بايد خپل مسؤليتونو ته پاملرنه وکړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي).
همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی د روغتيا هيله يې څرګنده، غوښتنې یې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.
