د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د زړه ناروغيو درملنې اړوند پروژې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۳
MOPH

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مالي چارو رئیس، د معالجوي طب لوی رئیس ، د تدارکاتو رئیس ، یو شمېر نورو مسؤلینو او د کابل د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي روغتون د زړه ناروغيو درملنې څانګې روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

په ليدنه کې د قلبي پروژې مسؤلینو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د عامې روغتیا له وزیر سره شریک کړل.

د عامې روغتيا وزير د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د اړوندو ریاستونو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د یادې پروژې اړتیاوې ژر تر ژره وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي وزير ټینګار وکړ، د عامې روغتیا وزارت هڅه دا ده چې نه یواځې په کابل کې، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د زړه ناروغيو اړوند خدماتو کچه لوړه او پراخه کړي، تر څو د هېوادوالو لپاره د روغتیايي ستونزو د حل په موخه لا زياتې اسانتياوې رامنځته شي.

همدارنګه، په دې ليدنه کې د موجودو ستونزو د ښې ارزونې او د خدماتو د پراختیا لپاره وړاندیز وشو، چې یوه ګډه تخنیکي کاري کمېټه جوړه شي.

د همدې وړاندیز پر بنسټ د اړوندو ریاستونو له استازو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شوه، تر څو د زړه ناروغيو اړوند خدماتو د پراختیا برخه کې لازمې چارې پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د روغتیایي خدماتو مرستیال د عاجل ابن‌سینا روغتون خدمات و ارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په عاجل ابن سینا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ څارنې درېیم پړاو په ستوماتولوژي او ایریناسلیمي روغتونونو او د عدلي طب خدماتو کې ترسره شو

دا څارنه د متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ نیمګړتیاوو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونو له لوري په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

بادغیس ولایت کې د توبرکلوز (نري رنځ) ناروغۍ د تشخیص او خدماتو پیاوړتیا په موخه د جن‌اکسپرت ماشینونو نوي ماډلونه واخیستل شول

دغه ماډلونه چې د ۲۷٬۸۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د UNDP دفتر له لوري اخیستل شوي؛ د بادغیس ولایتي، د بالامرغاب، غورماچ او جوند ولسوالیو په روغتونونو کې نصب او فعال شول.

اوس مهال د بادغیس. . .

BACK TO NEWS