د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست سره د یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ۶۳ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه
دا مرسته د آغا خان نړیوال بنسټ له لوري د کاناډا حکومت په مالي ملاتړ سره په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه شوې، چې په رسمي توګه د شهید وکیل زاده ولایتي روغتون ته وسپارل شوه.
د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي لطف الله حبیبي د دې مرستې له امله د اغاخان بنسټ څخه مننه وکړه او د وروستۍ زلزلې څخه د اغېزمنو شویو کسانو د روغتیایي ستونزو حل لپاره یې له اړوندو ادارو څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
