د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یاد سیسټم د تشریح کولو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد!

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند پر لیکه ډیټابیس سیسټم جوړ او اړوند شریکانو ته د یو درې ورځني ورکشاپ ترڅ کې ورپېژندل شو، چې له مخې به یې په چارو کې روڼتیا، مرستو کې اغېزمنه همغږي او لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
همداراز، د یاد سیسټم په جوړېدو او تطبیق سره به د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست اړوند معلوماتو ته د چټک، شفاف او دقیق لاسرسي زمینه برابره شي او هم به د همکارو ادارو ترمنځ د لا زیاتې او ښې همغږۍ لامل وګرځي.
د یادونې وړ ده، چې په لومړي ځل د نړیوالو مرستو د انسجام او ښې همغږۍ په موخه یو منظم ډیجیتل سیسټم را منځته شو، چې د پروژو په ښه مدیریت، د مرستو په دقیقه څارنه او ارزونه او د تکراري فعالیتونو په مخنیوي کې به اغېزمن رول ادا کړي.