د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د همغږۍ ریاست له لورې د کندهار، روزګان، نیمروز، هرات، هلمند، غور، بادغیس او فراه ولایتونو د عامې روغتیا له مسؤلینو سره انلاین ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۲:۱۷
moph

په دغه انلاین ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي "عليزی" اړوندو مسؤلینو او د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو ګډون کړی ؤ، چې په کې هېواد ته د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، د لا زیاتې همغږۍ، د خدماتو ښه والي، په ولایتونو کې د وړاندې کېدونکو خدماتو د راپور ورکولو، د ساري ناروغیو مخنیوي او د هغه لارښود په اړه بحث او خبرې وشوې، چې د عامې روغتیا وزارت له لوري د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د وړاندې کېدونکو خدماتو د مؤثریت او ښه والي په موخه جوړ شوی دی.

د ولایتونو د همغږۍ رئیس ولایتي مسؤلینو ته وویل، چې په منظم شکل باید په میاشت کې یو ځل انلاین ناسته د ولایتونو د همغږۍ ریاست سره وکړي، هغه ولایتونه چې راستنېدونکو هېوادوالو ورته زیات راځي، باید خپل اونیز راپور یاد ریاست سره شریک کړي او هغه لارښود چې د وزارت له لوري د خدماتو ښه والي په موخه جوړ شوی باید عملي کړي؛ ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې شي.

همدا راز، د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو د خپلو فعالیتونو راپورونه د ولایتونو د همغږۍ له رئیس سره شریک کړل، چې د نوموړي له لوري ورته د لازیاتې پاملرنې او غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS