د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د روغتیا ملي ستراتیژۍ د تدوین په اړه د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۰
moph

یاده غونډه د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ د نوموړي په کاري دفتر کې ترسره شوه، چې په کې د رهبرۍ کمېټې تېرې ناستې د پرېکړو، ملي ستراتېژۍ د تدوین او په کې د شاملو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

په دې غونډه کې د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکتر سید رسول منګل د رهبرۍ کمېټې د تېرې غونډې راپور او مهمې پرېکړې ګډونوالو ته واورولې، د ملي ستراتېژۍ د تدوین موخه او اړتیا یې روښانه او څرګنده یې کړه، چې د ستراتېژۍ  جوړول نه یوازې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د عامې روغتیا وزارت د کار لوری ټاکي؛ بلکې د معیاري، پراخو او متوازنو روغتیايي خدماتو بنسټ هم برابروي.

همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان استازو سره د ترسره شویو غونډو پایلې شریکې شوې، چې د یاد سازمان له لوري د تخنیکې همکاریو ژمنې وشوې او د ملي ستراتېژۍ د جوړونې لپاره د لارښود پر مسودې هر اړخیز بحث ترسره شو او پرېکړه وشوه، چې د فرعي کمېټو غړو ته یو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شي، تر څو د لارښود محتوا په تفصیلي توګه تشریح او د معیاري میتود له مخې د ستراتېژۍ لومړیتوبونه وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې  د عامې روغتیا وزارت د ملاتړ او ژمنتیا په اساس د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي ستراتيژي په بریالي ډول تدوین او نهايي کېدونکې ده، چې له مخې به یې د هېواد خلکو ته معیاري، پراخ او متوازن روغتيايي خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS