د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییز روغتون څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۱۵
moph

د عامې روغتیا وزیر، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د یاد روغتون له بېلا بېلو څانګو څخه لیدنه وکړه، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو او تخنیکي ټیم سره شریکې کړې ؛ ترڅو په سیمه ییز روغتون کې کیفیت او کمیت لا معیاري شي.

ښاغلي وزیر همداراز، د مل پلاوي په شتون کې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست او سیمه ییز روغتون له مسؤلینو سره ناسته تر سره، د خدمتونو ښه والي په موخه یې ورته سپارښتنې وکړې، د مسؤلینو وړاندیزونه یې واورېدل او د پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د هرات سیمه ییز روغتون د نږدې ۶۵۰ فعالو بسترونو په درلودلو سره بېلا بېلو تخصصي برخو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS