هرات کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۳:۴۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یو افغان سوداګر، حاجي عبدالظاهر بشري له لوري د جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز کوچنیانو ځانګړي روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، قومي مخورو، دولتي مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو ګډون کړی و.

 د عامې روغتیا وزیر، د هېواد رغونې برخه کې د هرات د خلکو ونډه وستایله او د دې ولایت اوسېدونکي یې با فرهنګه، غیور او پوه خلک یاد کړل، د پانګونې لپاره یې له بل هر وخت د ښو فرصتونو څخه یادونه وکړه او د امیرالمؤمنین حفظه الله پر مهربانۍ او پر ملت دردېدلو یې خبرې وکړې، چې موخه یې د ملت لپاره هوساینه او د ټپونو مرهم دی.

 ښاغلي وزیر دغه راز، د هرات تاریخي اهمیت او د یاد ولایت د اوسېدونکي حاجي عبدالظاهر بشري له لوري جوړېدونکي روغتون ته په اشارې سره وویل: الله تعالی دې دوی ته اجر ورکړي، چې د روغتیا برخه یې دومره ستر اقدام کړی او پاک رب دې نورو افغان سوداګرو ته هم وس او توان ورکړي، چې داسې سترې پروژې تطبیق کړي، هغه د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، مونږ هڅه کوو چې معیاري او عادلانه روغتیایي خدمات وړاندې کړو، دا چې دې افغان تجار اراده کړې مونږ یې په دې برخه کې هر اړخیز ملاتړ او ملتیا کوو؛ تر څو ولسونه یې له خیر برخمن شي.

همداراز، د هرات والي هم د روغتیا برخه اړینه یاده کړه او په وینا یې هڅه به کوي چې دې برخې ته د تاجرانو او افغان سوداګرو مخ راواړوي.

 د یاد روغتون جوړونکي حاجي عبدالظاهر هم د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې دغه روغتون به په ښه کیفیت جوړوي او ژر به یې تعمیراتي چارې سر ته رسوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS