د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم پروان ولایت ته د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه سفر ترسره کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۶:۹
moph

د دې سفر په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د پروان د عامې روغتیا له رئیس، مولوي داد الله امداد سره ناسته وکړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او په عامه روغتیايي خدماتو یې بحث او خبرې ترسره کړې.

 دغه راز، مل تخنیکي ټیم د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، په لارښوونه د پروان ولایتي روغتون څخه ليدنه وکړه، شته نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې د یاد روغتون له مسؤلینو سره شریکې کړې.

ښاغلي مرستیال همداراز، د تخنیکي ټیم له لوري په نښه شوې ستونزې او نیمګړتیاوې د پروان د عامې روغتیا له رئیس سره شریکې او د حل سپارښتنه یې وکړه؛ ترڅو د پروان اوسېدونکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS