د ا.ا.ا.  د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کندوز  ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون له خدماتي چارو څخه د لیدنې ترڅنګ د یاد روغتون روغتیایي کارکوونکو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۴۱
MOPH

ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، چې د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله حکمت او مل پلاوي هم شتون درلود، له روغتیایي کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د دوی له هڅو ستاینه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ترسره او په صادقانه ډول د ناروغانو خدمت وکړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، " د روغتیایي خدمتونو پراختیا او معیاري کولو په موخه ټول هېواد کې د سرطاني ناروغیو مرکزونه، جدي پاملرنو څانګې او تشخیصیه خدماتو پراختیا سربېره روغتیایي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې او  امکاناتو برابرولو هڅه کوو".

په یاده ناسته کې د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، مرکزي رئیسانو او د کندز سیمه ییز روغتون ډاکټرانو د روغتیایي خدماتو ، مسؤلیت او اړتیاوو اړوند ویناوې تر سره وکړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS